وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى
اوچاچه مخ واړؤو دیاداشت ځمانه پس یقیناً هغه لره ژوند تنگ دی اوراپورته به کړو دی په ورځ دقیامت ړوند -
په دی آیت کښی تخویف دی اود ذِکرِنه مراد کتاب اللّه اودین حق او سنت د رسول اللّٰه ﷺ دی لکه دیته اشاره کړی ده تفسیر القرطبی - اود تنگ ژوند نه مراد ددنیا ژوند دی یا عذاب قبردی اودا روستو زوایت کړی شوی دی دابوسعید خدری او عبداللّه بن مسعود او ابوهریرة رضی اللّه عنه نه اوپه لفظ د معیشة کښی اشاره ده سامان دخوراک څکاک اومزی ددنیا به وی لیکن زړه به ئی تنگ وی په پریشانی او غمونو سره اوقبربه ئی هم تنگ وی - اود ړوند نه مراد بی دلیله سړی او دبصیر نه مراد خاوند ددلیل دی په خپل گمان سره یعنی اگرچه په دنیا کښی باطل دلیلونه ئی پیش کول لیکن په ورځ دقیامت هغه هم نه شی پیش کولی لکه چه ذکرشوی سورة قصص آیت نمبر (۲۶) کښی اوسورة اسراء آیت نمیر (۷۲) کښی اویا مراد دړوند نه حقیقتاً ړوند دی لکه سورة اسراء آیت (۹۷) کښی لیکن دا ړوندوالی په یوخاص حالت کښی به وی نه به وی همیشه لکه سورة ق آیت (۲۲) کښی -