طٰهٰ ۱۲۳

قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى

اوئیل اللّه تعالٰی کوز شئ ددی ځای نه ټول بعضی ستاسو دبعضو دشمنان به وی پس که چیری راغی تاسوته زما دطرف نه هدایت پس چاچه تابعداری اوکړه د هدایت ځما پس نه به بی لاری کیږی اونه به بدبخت کیږی -

غوره داده چه خطاب په دی آیت کښی آدم علیه السلام او ابلیس دواړوته دی او حواء تابع د آدم علیه السلام ده ځکه چه روستو جمله ددی دلیل دی -
فائده: سورة اعراف کښی اول اهبط ذکرشوی وؤ دپاره دابلیس اوهغه دهبوط نه مخکښی وسوسه اوکړه بیا اللّه تعالٰی دواړه مخاطب کړل په دی آیت کښی اوکوم ځآی چه جمع ذکرکړی ده هغه ددی وجی نه چه حواء علیها السلام په کښی داخل ده اوعبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهم نه روایت دی چه دا آیت د فمن تبع نه قرآن والا ته هم شامل دی ځکه چه هدی کښی ټول رسولان اودهغوی کتابونه داخل دی - فرمائیلی دی چاچه قرآن اولوستلواوتابعداری ئی اوکړه دهغی نو بچ به شی دگمراهئ نه په دنیا کښی اودبدبختئ نه په آخرت کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل