طٰهٰ ۱۲۱

فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى

او اوخوړو دی دواړو ددغه ونی نه پس ښکاره شول دوی ته عورتونه ددوی اوشروع شول لگولی ئی په ځان باندی دپانړو دجنت نه او خلاف اوکړو آدم دحکم درب ته (په هیره سره) نو مراد ته اونه رسیدو -

لفظ د سوأة او خصف کول صریح دلیل دی چه دهغوی نه لباس لری شو اوبربنډ شول اوعورتونه ئی ښکاره شول لیکن تنبیه په مقابل دتثنیه تقاضا کوی چه هریوته خپل عورت ښکاره شو دبل دعورت لیدلو دلیل نیشته اودا عیب نه دی لیکن دطبع نه خلاف دی اوددی صریح الفاظو تحویل کول اوداسی وئیل چه د جنت یونیفورم ترینه لری شو اونوری جامی ورپوری وی او سوءة په معنیٰ د نقصاناتوسره ده دا تحریف دی - عصیان مخالفت دامر ته وائی، که قصد سره وی، اوکه په هیری سره وی، هرکله چه قصداً دی نوهغه گناه ده، اوکه چه هیره وی نوگناه نه ده، اومخالفت دآدم علیه السلام په هیری سره وو، نودا دلیل نه دی دهغه په گنهگارکیدلو اوغوایت په معنیٰ دمحروم کیدو دی دمقصد نه یعنی آدم علیه السلام چه په وسوسی دابلیس سره خوراک دونی دکوم مقصد دپاره اوکړو نوهغه مقصد ورته حاصل نه شو - امام قرطبی په خپل تفسیرکښی دوه ضروری خبری لیکلی دی اوله داچه هیچ چا له دا نه دی جائز چه آدم علیه السلام په باره کښی په طریقه داخبارمستقبل سره دا جمله استعمالوی مگرهغه وخت جائزده چه تلاوت دقرآن کوی، یاحدیث نقل کوی، دوهمه خبره داده چه هیچ چاله دانه دی جائز چه داسی اووائی چه آدم علیه السلام عاصی یاغاوی وؤ ځکه چه صیغه دفعل مستلزم نه ده اطلاق داسم فاعل لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل