طٰهٰ ۱۲۰

فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَى

پس لمسه اوکړه هغه ته شیطان اوئیل ئی ای آدم آیا اوښایم تاته ونه دهمیش والی او دبادشاهئ چه نه به زړیږی -

په دی کښی وسوسه ده په دوو طریقوسره اول داچه ددی ونی په خورا ک سره همیشوالی حاصلیږی یعن دمرگ نه به بچ شئ - دوهم داچه په دی سره هغه نعمتونه حاصلیږی چه دهغی فنانیشته - یعنی ته به هم همیشه شی اونعمتونه به هم همیشه وی او شجرة الخلد په حقیقت کښی بله ونه وه چه ابن کثیرپه روایت داحمد سره ذکرکړی ده اوشیطان په دروغه سره دی شجری (چه آدم علیه السلام ترینه منع شویوؤ) ته دانوم کیخودلو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل