طٰهٰ ۲

مَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى

نه دی نازل کړی مونږپه تاباندی قرآن چه په تکلیف شی -

دی دواړو آیتونوکښی شجاعت ورکول اوترغیب دی په تبلیغ دقرآن کریم یعنی دقرآن مقصد د انزال تذکره اونصیحت ورکول دی مقصد ئی مشقت او تکلیف نه دی اونه بدبخت کیدل (لِتَشْقَى) د شَقَتَ نه ماخوذ دی یادشقاوت نه (لِمَنْ يَخْشَى) ئی ددی وجی نه ذکرکړلو چه فائده اخستل دقرآن نه په خشیت او په انابت باندی موقوف ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل