بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
طٰهٰ
طٰهٰ
دی ته سورة کلیم هم وائی -
ددی د تیرشوی سورة دادی، چه په هغه سورة کښی دتوحید اثبات اوشو په جواب دشبهاتوسره نو اوس په دی سورة کښی تشجیع او ترغیب ورکوی په دعوت اوتبلیغ ددغه مسئلی سره اودارنگ دسورة مریم آخری آیت کښی هلاکت دتیرشوی منکرقومونو اجمالاً ذکرشوی وؤ - نوپه دی سورة کښی دهغی نمونه ذکرکوی په واقعه دفرعنیانوسره -
تشجیع ده په دعوت دتوحید باندی سره اثبات دتوحید نه، آیاتونه دتشجیع شپږدی، اوواقعه د موسیٰ علیه السلام اود ساحرانو حال پس دایمان راوړلونه دپاره دتشجیع ده -
په دی سورة کښی دوه حصی دی اوله حصه تر (۹۸) پوری ده - په دی کښی تمهید دی تر (۸) پوری په هغی کښی تشجیع ده په دعوت باندی په (۳،۲) کښی، اوپنځه عقلی دلیلونه دی سره د دعویٰ دتوحید نه - اوواقعه د موسیٰ علیه السلام ده دپاره دتشجیع -
دا آیت دمقطعاتو نه دی - دهغی بحث تیرشوی دی دلته روایت دابن جبیردادی چه دا په معنیٰ د یارجل سره دی (ای بهادرسړیه) اوپه لغت دقریشوکښی په دی معنیٰ سره هم استعمال شوی دی -