مریم ۹۷

فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِينَ وَتُنْذِرَ بِهِ قَوْمًا لُدًّا

پس یقیناً آسان کړی دی مونږ داقرآن په ژبه ستادی دپاره چه زیری ورکړی په دی سره متقیانوته اوویره ورکړی په دی سره قوم جگړ مارته -

په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته دپاره د حاصلولو د وُدًّا او آیت متعلق دی دابتداء دسورة سره - (بِلِسَانِكَ) مراد لغت عربیه دی یا نفس ژبه مراد ده چه نبی ﷺ په تلاوت دقرآن کښی نه خطا کیدلو (لُدًّا) جمع د الدَّ ده سخت جگړمار، کوگ دحق لاری نه، ډیردروغژن دا ټولی معنی مراد کیدی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل