مریم ۹۶

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا

یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی او عمل کړی دی نیک زرده چه پیدا به کړی دوی لره رحمان مینه (په زړونودنیکانوکښی) -

په دی آیت کښی بشارت دنیوی دی کله چه مراد د وُدًّا نه محبت په زړونو د دصالحینو کښی واخستی شی لکه دا حدیث کښی ذکرشوی دی چه اللّه تعالٰی دچاسره محبت کوی نوجبرائیل ته اووائی دده سره محبت کوه بیاټول آسمان والوته دهغه محبت اعلان اوکړی شی بیا ځمکی والو (صالحینو) په زړونوکښی دهغه سره محبت پیداکړی شی اودا حدیث امام بخاری او مسلم او احمد روایت کړی دی - یادا بشارت اخرویه دی چه مراد د وُدًّا نه مقام دمحبت شی یعنی جنت -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل