وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا
اودوی وائی نیولی دی رحمان ځان لره ځوئ -
په دی کښی شپږم زجردی په نسبت کولو دولد اللّه تعالٰی ته اوددی عقیدی ډیرقباحت ئی ذکرکړی دی اول دا (ادَّا) په معنیٰ د ډیرناکاره یا ډیردروند دی دوهم ددی قول ناکاره اثرپه آسمانانواوځمکواوغرونوباندی دی مراد ددی نه فنادی ددی څیوزونو اوقیامت قائمیدل دی لیکن فنا شوی نه دی ځکه چه سبب دبقا هغه کلمه دتوحید ده چه هغه په عالم کښی شته - حدیث کښی راغلی دی چه قیامت به نه قائم کیږی څوپوری چه په ځمکه کښی وئیلی کیږی کلمه دتوحید - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه شرک سبب دفساد اودتباهئ دی (أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمَنِ وَلَدًا) ددی دوه معنی دی یوداچه دعوا په معنی دنسبت کولو دی یعنی چه دوی نسبت کوی رحمٰن ته ولد - دوهمه معنی داده چه رامدد کوی ولد چه نسبت ئی کوی اللّه تعالٰی ته - اوحدیث صحیح کښی راغلی دی چه نسبت د ولد اللّه تعالٰی ته دا کنځل کول دی هغه ته -