لَا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا
وس به نه لری د سفارش کولو مگرهغه څوک چه اخستی دی په نیزد رحمٰن لوظ -
په دی آیت کښی رد دی په شفاعت قهری باندی اوپه دی آیت کښی ډیرتوجیهات دی اوله توجیه داده چه اختیار نه لری دا مجرمان دشفاعت کولو هیچ چا لره لیکن هغه څوک چه حاصل کړی دی عهد د توحید نوهغوی شفاعت کولی شی په دی توجیه کښی ضمیرد لایملکون مجرمانوته راجع دی اواستثناء منقطع ده - دوهمه توجیه داده چه اختیارنه لری هیڅ څوک دشفاعت کولوبل چالره مگرهغه څوک چه مؤحد وی، په دی توجیه کښی ضمیرد لایملکون عام دی الٰهیو باطلواومجرمینواومتقینوټولو ته ځکه چه مخکښی دواړه ذکردی اواستثناء متصل ده - اودریمه توجیه داده چه اختیارنه لری دامتقیان دشفاعت کولو هیچ چالره مگرهغه چالره چه مؤحد وی، په دی توجیه کښی ضمیردلایملکون متقیانو ته راجع دی - اوپه مَن کښی حرف لام پټ دی اوعَهدًا نه مراد په اوله توجیه باندی اذن دی اوروستو توجیهاتوباندی مراد توحید دی -