أَلَمْ تَرَ أَنَّا أَرْسَلْنَا الشَّيَاطِينَ عَلَى الْكَافِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا
آیا ته نه پوهیږی چه یقیناً ورپریدو شیطانان په کافرانو باندی چه خوټکوی دوی لره په خوټکولوسره -
په دی کښی پنځ زجردی په اتباع دشیطان سره مطلب دآیت دادی چه اللّه تعالٰی مسلط کړی دی په کافرانومشرکانوباندی شیطانان انسی او جنی چه هغوی تیزوی دوی لره په شرگ او گناهونوباندی اوغصه کوی دوی لره په مقابله دمؤحدینوکښی ( تَؤُزُّهُمْ) تیزوی دوی لره په شرک کولوسره، گمراه کوی، خوټکوی په شان دخوټکیدلو د کټوئ گناه طرف ته ئی راکاږی دا ټولی معنی دی -