كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا
چیری نشی کیدی زر دی چه انکاربه اوکړی د بندگئ ددوی نه اوشی به ددوی خلاف کښی ضد کؤونکی -
كَلَّا دپاره دردع دی نومعنیٰ داشوه چه چیری ددوی امداد نشی کولی (سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ) دی کښی دوه توجیه دی اوله توجیه داده چه انکار به اوکړی دا الٰهه دبندگئ دمشرکانونه اوشی به دوی باندی په ورځ دقیامت مخالف بیان کوونکی لکه سورة یونس آیت (۲۸) اوسورة قصص آیت (۶۳) او سورة احقاف (۶،۵) کښی - دوهمه توجیه داده چه انکاربه اوکړی دا مشرکان دبندگئ ددغه الٰهو نه لکه سورة انعام آیت (۳۲) او سورة غافر آیت (۷۶) کښی اودا آیتونه په باره دهغه چا کښی دی چه ملائک او انبیاء او اولیاء د اللّه تعالٰی سره شریک جوړوی (سَيَكْفُرُونَ) کفرپه معنیٰ لغوی سره دی یعنی انکارکول -