وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَئُوسًا
اوکله چه مونږانعام اوکړوپه انسان باندی نومخ اوگرځوی او لری کړی خپله ډډه اوکوم چه اورسی ده ته تکلیف نووی دی ناامیده -
داحال دظالمانودی چه مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی اوپه دی کښی زجردی په اعراض کولوسره دتوحید اودقرآن نه روستو دترغیب الی القرآن نه اودا اعراض دی په سبب دمالدارئ اود وسعت اودصحت سره اودا معنیٰ د انعَمنَا ده او ناامیدی کول په وخت دسختئ کښی او (نَأَى بِجَانِبِهِ) نه مراد لری تلل د موضع بیان دحق نه یاتکبرکوی دوی (يَئُوسًا) یو معنیٰ داده چه د اللّه تعالٰی نه ناامیدی کوی اودهغه تائید په سورة یوسف (۸۷) کښی دی، دوهمه معنیٰ داده چه په وخت دسختئ او مصیبت کښی دخپلو باطلو مبعودانونه ناامیده وی اوصرف اللّه تعالٰی ته آواز کوی لکه چه دا عادت دمشرکین عرب وو اودارنگ په سورة هود (۱۰،۹) کښی دی -