الإسراء ۸۲

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا

او نازلؤو مونږ قرآن کښی هغه شی چه هغه شفا او رحمت دی ایمان والولره اونه زیاتوی ظالمانولره مگرتاوان -

په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته یعنی مهاجردپاره قرآن لوستل ډیرضروری دی - اواشاره ده چه د استفادی د قرآن دپاره ایمان ضروری دی اوکله چه عناد اوضدوی نودقرآن په سبب سره نقصان زیاتیږی لکه په سورة مائده (۶۸،۶۴) کښی دی او (شِفَاءٌ) نه مراد شفا د امراضو روحانیو اوظاهریو دواړو ده - روحانیه امراض شرک، شک، نفاق وغیره دی اوظاهریه امراض دپاره دقرآن دم لوستل په ډیروصحیحو روایاتوسره ثابت دی اودهغی تعویذ لیکل په حدیث صحیح مرفوع سره ثابت نه دی اگرچه موقوف حدیث اوعمل دسلفو په زادالمعاد د ابن قیم کښی او روح المعانی ددی آیت دلاندی ذکرکړی دی - (وَرَحْمَةٌ) مراد ددی نه زیاتیدل دایمان اوتثبت او ثوابونه دی چه په قرآن کریم سره حاصلیږی (مِنَ الْقُرْآنِ) من بیانیه دی د (مَا هُوَ) دپاره اگرچه په هغی باندی مخکښی دی یامن دپاره د تبعیض دی اومراد دادی چه هره حصه دقرآن شفاء او رحمت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل