ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا
ای اولاد دهغه چاچه مونږ سواره کړی ؤو د نوح علیه السلام سره یقیناً هغه بنده شکر گذار ؤو -
په دی آیت کښی ترغیب دی دتوحید منلوته په دووطریقوسره اول داچه ما په تاسو انعام کړی دی چه ستاسو نیکونه می دنوح علیه السلام سره په کشتئ کښی بچ کړی وو اودوهم داچه ستاسو پلار نوح علیه السلام توحید والاوو اوتوحید بیانوونکی وو - اودا معنیٰ د (شَكُورًا) ده نوولی دخپل نیکونونه مخالف کوئ او (ذُرِّيَّةَ) نه مخکښی لفظ دیا اوپه آخردآیت کښی لفظ اشکروا پټ دی -