وَآتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا مِنْ دُونِي وَكِيلًا
او ورکړی ؤو مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب اوگرځولی ؤو مونږ هغه هدایت دپاره د بنی اسرائیلو چه مه نیسئ سیوا ځما نه کارساز -
په دی ایت کښی دلیل نقلی دی د کتاب د موسیٰ علیه السلام ، چه هغه کتاب هم دتوحید دپاره نازل کړی شوی وو - او دتورات خلاصه په دی آیت کښی ذکرکړی شوی ده هغه داده چه د اللّه تعالٰی نه سیوا بل څوک ذمه وار اوکارساز مه جوړوئ اوداسی په سورة مزمل آیت (۹) کښی هم ذکر دی -