النحل ۱۲۸

إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ

یقیناً اللّه تعالٰی خاص ملگری دی (په امداد کولو) دهغه چاچه تقویٰ لری اودهغه کسانو چه ښائسته کارونه کوی -

په دی آیت کښی بشارت دی داعی ته په معیت خاص د اللّه تعالٰی سره چه هغه نصرت کول دی لیکن په دوؤ شرطونو سره دپاره د داعی، یوتقویٰ اودوهم احسان - او احسان په معنیٰ داخلاص دی - تقویٰ نه مراد عقیده دتوحید ده اودشرک به بچ کیدل اود محسنون نه مراد عمل دطاعاتودی -
فائده: هرم بن حبان رضی اللّه عنه ته په وخت د زنکدن کښی اوئیلی شول چه مونږته وصیت اوکړه نو هغه اوئیل زه تاسو ته وصیت کوم په آخری آیتونو دسورة نحل سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل