وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ
اوصبرکوه اونه دی ستاصبرمگرپه مدد د اللّه تعالٰی سره دی اومه غمژن کیږه په دوی باندی اومه کیږه په تنگسیاکښی دهغی نه چه دوی چلونه جوړوی -
په دی کښی بیان ددری آدابودی ددعوت کوونکی دپاره - اول ادب (وَاصْبِرْ) تیرشوی آیت کښی اختیاروو دمعاقبی اودصبرکولو اوپه دی آیت کښی تعین د صبردی - وجه ددی داده چه هغی آیت کښی خطاب وو عام داعیانو ته اودی آیت کښی مخاطب دی امیردداعیانو او ددواړو په حال کښی فرق په کار دی اودوهم (لَا تَحْزَنْ) مرا ددی نه اظهار دغم او افسوس دی په داسی طریقه سره چه دنور کارنه غافل شی او دریم (وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ) مراد ددی نه غم او افسوس کول دی -