النحل ۱۲۵

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ

بلنه کوه درب لاری ته په کلکی طریقی سره اوپه ښائسته وعظ سره اوجواب کوه ددوی دخبرو په ښه طریقی سره یقیناً ستارب هغه ښه پوهه دی په هغه چاچه واوړی د لاری دهغه نه اوهغه ښه پوهه دی په هدایت والو -

په دی آیت کښی تیزی ورکوی په دعوت کولوباندی اوترآخر دسورة پوری دهغی پنځه اداب ئی ذکرکړی دی په دی آیت کښی او ددی نه بعد کښی امرددعوت دی په (ادْعُ) سره اوطریقه ددعوت اوحکم دمصائبو ددعوت ذکرکړی شوی دی - اومقصد ددعوت (إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ) دی مراد ددی نه توحید او نورعقائد دی چه په دی سورة کښی ذکرشول، اوطریقه ددعوت داده، اول اثبات د موسیٰ (دمسئلی) په پاښه او یقینی دلیلونوسره اودیته الْحِكْمَةِ وائی ځکه چه حکمت په معنیٰ د اتقان دعلم اودعمل دی او ددی حکمت تفصیل په سورة اسراء (۳۹) کښی ذکرشوی دی نومراد ددی نه قرآن او حدیث صحیح دی - دوهم ترغیب مدعیٰ ته په ذکردبشارتونو او انعاماتو اوتخویفاتو اوزجرونو سره دی او دیته (الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) وائی - اودریم جواب دشبهاتودی په نرمه طریقه اولهجه سره اوپه دی جوابونو کښی دمخاطب چپ کول دی ځکه ئی هغه ذکرکړه په (جَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) سره او (إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ) سره اشاره ده چه ستاسوپه ذمه دعوت کول دی اوهدایت د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی اودا اشاره ده نتیجی ددعوت ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل