النحل ۱۲۴

إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

یقیناً مقرر کړی شوی دی تعظیم دورځ د خالی په هغه خلقو باندی چه اختلاف ئی کړی ؤو (په ورځ دتعظیم کښی) اویقیناً ستارب به خامخا فیصله اوکړی په مینځ ددوی کښی په ورځ دقیامت په هغه څه کښی چه دوئ په هغه کښی اختلاف کوی -

په دی آیت کښی جواب دیو شبهی دی هغه داده چه ابراهیم علیه السلام په دین کښی دخالی ورځی تعظیم لازم وو، اوته ای نبی دهغه نه مخالفت کوئی حاصل دجواب دادی چه تعظیم دخالی دورځی فرض کړی شوی وو په (الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ) باندی اوهغه یهودیان وو، دا تعظیم په دین د ابراهیم علیه السلام کښی نه وؤ او د الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ مطلب دادی چه اللّه تعالٰی دوی له اختیار ورکړو چه په هفته کښی یوه ورځ دتعظیم دپاره مقرر کړئ‌ او ورسره ئی اوفرمائیل چه جمعه ځما په نیزغوره ده نولازم داوه چه دوی خپله رضا د اللّه تعالٰی درضا تابع کړی وی لیکن دوی د سبت (خالی) ورځ غوره کړه - اودوی او نصاریٰ په کښی مختلف شول - اونصاریٰ په زمانه د قسطنطین کښی ددوی په خلاف د اتوار ورځ غوره کړله -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل