النحل ۱۱۱

يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَفْسِهَا وَتُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

په داسی ورځ چه رابه شی هرنفس کوشش به کوی دعذاب دفع کولو دځان نه او پوره به ورکړی شی هرنفس ته بدله دعملونو دهغه او دوی باندی به ظلم نه شی کیدی -

په دی آیت کښی تخویف اخروی دی دپاره دمنکرینو او تارکینو دهجرت (تُجَادِلُ عَنْ نَفْسِهَا) عذرونو پیش کولو دپاره به یو وخت وی او د وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ سورة مرسلات (۳۶) دپاره به بل وخت وی نو تعارض نیشته دی (عَنْ نَفْسِهَا) کښی اشاره ده چه پلار ځوی، ورور وغیره دده دطرف نه به جدال نه کوی دهغوی نه به ناامیده شی نوپه خپله به مجادله شروع کړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل