النحل ۱۱۰

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوا ثُمَّ جَاهَدُوا وَصَبَرُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ

بیا یقیناً ستا رب هغه کسانو ته چه هجرت ئی کړی دی روستو دهغی نه چه تکلیفونه ور رسولی شوی دی بیائی جهاد کړی دی اوصبرئی کړی دی یقیناً ستا رب روستو (ددی کارونونه) بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی -

ربط ددی آیت د اکراه سره دادی چه په دی آیت کښی د اکراه د کافرانونه د بچ کیدلو دپاره طریقه ذکر کړی ده چه هغه هجرت دی اوترغیب دی هجرت ته او (فُتِنُوا) نه مراد اکراه ده اوآیت کښی اشاره ده چه پس دهجرت کولو نه بیاهم جهاد کول او صبرکول ضروری دی (مِنْ بَعْدِهَا) دا ضمیرپه تاویل دخصلت سره جهاد او صبرته راجع دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل