مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَكِنْ مَنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
چاچه کفراوکړو په اللّه تعالٰی روستو دایمان راوړلونه سیوا دهغه چانه چه زورپری اوکړی شو او زړه دهغه کلک وؤ په ایمان باندی لیکن چاچه پرانستله کفر قبلولو ته سینه پس دوی باندی غضب د اللّه تعالٰی دی او دوی دپاره عذاب لوی دی -
په دی آیت کښی تخویف دی نقض کؤنکو دعهد ته په سبب دمرتد کیدلواوپه دی کښی بیان دحال دهغه چادی چه افتراء کوی په اللّه تعالٰی باندی نوپه دی وجه دمخکښی سره ربط دی (إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ) دا استثناء ده دکفرنه چه په معنیٰ دتلفظ کولو دی په کلمه دکفرسره او اوکره هم په معنیٰ د اکراه کولو په تلفظ د کلمه دکفرباندی ده نواستثناء متصل صحیح شوه او شرح بالکفرسره تکرار هم نه لازمیږی - مراد اکراه نه دادی چه دقتل کولو دباؤ پری اوکړی یادبعضی اندام د پری کولو، اوهغه دباؤ کوونکی ددی قدرت لری په داسی وخت کښی په عزیمت باندی عمل کول غوره دی یعنی که قتل کړی شی نودهغه اجرکیږی اوشهید دی اوپه رخصت باندی عمل کول جائزدی اورخصت دادی چه په کلمه دکفرسره په ژبه تلفظ اوکړی خوپه زړه کښی پوخ مؤمن وی (شَرَحَ بِالْكُفْرِ) مراد شرح نه قبلول دکفردی بغیردشک شبهی نه -