إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ
یقیناً جوړوی دروغ هغه کسان چه ایمان نه لری په آیاتونو د اللّه تعالٰی اودغه کسان دوی دروغژن دی -
دا جواب ددوی دهغه قول دی چه دوی نبی ته نسبت د افتراء کوؤ یعنی منکرین دقرآن کریم یوخوپه اللّه تعالٰی باندی افتراء کوی شریک او دولد نسبت ورته کوی اوبل داچه دوی همیشه دروغ وائی -