النحل ۸۴

وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ

اوپه کومه ورځ چه راپورته به کړو دهرامت نه بیان کؤونکی بیابه اجازت نشی ورکیدی کافرانوته (دعذرکولو) اونه به ددوی توبه قبلیدیشی -

ددی ځای نه شپږم باب دی تر (۱۱۳) پوری په دی کښی اول تخویف اخروی دی د (۸۴) نه تر (۸۹) پوری بیاترغیب دی قرآن ته دپاره د دفع دعذاب په (۸۹) کښی پوری بیاترغیب دی قرآن ته دپاره ددفع دعذاب په (۸۹) کښی بیا خلاصه دمضامینو دقرآن ده په (۹۰) کښی بیاترغیب دی په وفا دلوظ سره په (۹۱) آیت کښی بیا منع ده د نقض عهد نه په مختلف تعبیرونو سره په آیت (۹۶،۹۵،۹۴،۹۲،۹۱) کښی اوتخویف دی په (۹۳) کښی اوبشارت دی په (۹۷) کښی بیاترغیب دی قرآن ته سره دادب نه په (۱۰۰،۹۹،۹۸) کښی اوزجردی په انکاردنسخ سره په (۱۰۲،۱۰۱) کښی اوبیا زجردی په نسبت کولودقرآن سره تعلیم د بشرته آیت (۱۰۳) کښی بیا تخویف دی په (۱۰۴) کښی اوزجردی په (۱۰۵) کښی بیا تخویف دی په بی لوظئ‌ سره چه هغی ته ارتداد وائی د (۱۰۶) نه تر (۱۰۹) پوری بیا بشارت دی په هجرت سره آیت (۱۱۰) کښی تخویف اخروی دی (۱۱۱) کښی بیا تخویف دنیوی دی په طریقه د تمثیل سره په (۱۱۳،۱۱۲) کښی - په دی آیت (۸۴) کښی تخویف اخروی دی (لَا يُؤْذَنُ) یعنی د عذرکولو اذن به نه وی لکه په سورة مرسلات (۳۶) کښی دی - (وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ) دالفظ یا دعتبانه دی اوعتبا وئیلی کیږی رجوع کول او توبه کول یادعتاب نه دی په دی کښی معنیٰ دزائل کولودعتاب ده - یعنی رضاکول نومعنیٰ دا شوه چه ددوی نه طلب دتوبی نه شی کیدی یاداچه ددوی نه طلب درضا کولود اللّه تعالٰی نه شی کیدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل