يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللَّهِ ثُمَّ يُنْكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ
پیژنی دوی نعمت د اللّه تعالٰی بیا دهغی نه انکارکوی اوزیات ددوی نه کفرکوی -
په دی آیت کښی زجردی مطلب ددی آیت دادی چه اقرارکوی چه دانعمتونه د اللّه تعالٰی دی خوبیا انکارکوی اونسبت کوی شفاعت د الٰهو ته - دوهمه معنیٰ داده چه اقرار دنعمتونوکوی په خپلو خولوسره اوانکارکوی په عملونوسره - بله معنیٰ داده چه پیژنی په زړونوسره اوانکارکوی په ژبوخپلو (وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ) اکثرهم ځکه اوئیل چه دبعضی کسانوعملی انکارکفرته رسیدونکی نه وی -