وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
اوتابع کړی دی (دحکم خپل) تاسولره شپه او ورځ اونمر او سپوږمئ اوستوری تابع کړی شوی دی دحکم دهغه یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه دعقل نه کاراخلی -
دا نهم دلیل او معنیٰ دتسخیرداده چه اللّه تعالٰی داڅیزونه دخپل امرتابع کړی دی دانسان دفائدو دپاره اوتسخیردستورو ئی جدا ذکرکړو ځکه چه ددی په فائدو عام خلق نه پوهیږی (لَآيَاتٍ) هرکله چه فائدی ددی جدا جدا اقسام دی ددی وجی نه جمع ئی ذکرکړله اوفائدی ددی په عقل سره معلومیږی فکر (چه عمیق عقل چلول دی) ته حاجت نه لری ددی وجی نه یعقلون ئی ذکرکړو -