يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
راټوکوی تاسولره په هغی سره فصل او خونان او کهجوری اوانگوراو د هرقسم میؤو نه یقیناً په دی کښی دلیل دتوحید دی هغه قوم لره چه فکرکوی -
دا اتم دلیل دی په دی کښی څلوراقسام دنباتاتو تفصیلاً ذکردی اونوراجمالاً زرع کښی غِذاء ده اوپه زیتون کښی تیل دی اوپه نخیل کښی تفکهه اوغِذا دواړه دی اوپه اعناب کښی علاج او تفکهه دی اوپه دی ټولو کښی بی شماره منافع دی نو ددی وجی نه ددی دپاره ئی تفکرکول ضروری کړی دی (لَآيَةً) مفرد په معنیٰ دجمع سره دی یعنی ډیرآیات دی اوهرکله چه فائدی ددی یوقسم ته راجع دی یعنی اکل وشرب نومفرد ئی ذکرکړو -