وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ
اود اللّه تعالٰی په ذمه باندی (بیان کول) دسمی لاری دی اوبعضی لاری کږی دی اوکه اللّه تعالٰی غوښتلی خامخا هدایت به ئی تاسوټولو ته کړی وی -
په دی آیت کښی تنبیه ده په فائده ددلیلونوباندی چه هغه بیانول دحق لاری دی خوبیاهم اشاره ده چه هدایت په مشیت د اللّه تعالٰی سره دی نه په دلیلونو کښی فقط (وَمِنْهَا جَائِرٌ) ددی معنیٰ داده چه بعضی لاری کږی دی دحق نه اودوهمه معنیٰ داده چه بعضی خلق کاږه روان دی دلاری دحق نه -