وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ
او پیداکړی دی آسونه او کچری اوخره دپاره ددی چه په هغی باندی سورلی اوکړئ او دپاره ډول اوپیدا کوی هغه څه چه تاسونه پیژنئ -
دا شپږم دلیل دی اوپه دی کښی دری اقسام دحیواناتو اودوه فائدی لوی ذکرشوی دی یوسورلی کول او دوهم زینت کول، دا دلیل دی په دی باندی چه زینت جوړول ددنیا په څیزونوسره د حدود شریعوؤ دلاندی جائز دی نوپه دی کښی خوراک نه دی ذکرکړی ځکه چه خراو خچرخوړل بالاتفاق حرام دی اوهرچه آسونه دی نودوجی داختلاف داحادیثونه دهغی په باره کښی داهل علمو اختلاف دی اوراجح داده چه حلال دی او (مَا لَا تَعْلَمُونَ) کښی اشاره ده هغه حشراتو او زنده سروته چه په اوچه او دریابونوکښی دی اوټول مخلوق هغی لره نه پیژنی - نوپه دی کښی دلیل دی په نفی دعلم کُلّی سره دتمام مخلوق نه (لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً) هرکله چه رکوب کله کله وی او زینت همیشه وی ددی وجی نه اول ئی په صیغه دفعل سره اودوهم ئی مصدرذکرکړو -