وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ
اوتاسو لره په هغی کښی ښائست دی کوم وخت چه واپس راولئ اوکله چه صباوخت ئی صحراته بوځئ -
دا څلورم عقلی دلیل دی اومراد ددی دادی چه تاسو کله څاوری صحراته بوځئ اوکله ئی واپس راولئ نوښائسته ښکاری اوهرکله چه واپس راوستل کیږی نوماړه شوی په خوراک او څښکاک نوښائست په کښی ډیروی نوددی وجی نه (تُرِيحُونَ) ئی مخکښی ذکرکړی دی -