النحل ۵

وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ

اوڅاروی پیدا کړی دی اللّه تعالٰی ستاسودپاره په هغوی کښی سامان دی دگرمیدلو اوفائدی دی اودهغی نه تاسوخورئ -

هرکله چه ذکرشو پیدایش دمکان اود مکین نواوس ذکرکوی پیدائش دهغی څیزونو چه انسان هغی ته په ژوند تیرولو کښی محتاج دی اودا دریم عقلی دلیل دی (دِفْءٌ) نه مراد هغه څیزونه دی چه د هغه په اغوستلوسره گرمائش حاصلیږی او سړزی (یخنی) پری دفع کیږی چه هغه جوړیږی دوړئ اود پشم اود ویختونه - اومنافع کښی اشاره ده پیو او غوښو اوبچو وغیره ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل