الحجر ۹۱

الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ

هغه کسان چه گرځولی دی قرآن لره پوټی پوټی -

ټکړی کول دقرآن دادی چه ایمان لری په هغی باندی چه ددوی دتقاضا موافق وی اوانکار کوی دباقی نه یادټکړی کولو مطلب دادی چه دوی مختلفی فتوی کولی په باره دقرآن کښی کله به ئی وئیل چه دا دروغ دی اوکله به ئی وئیل چه داسحردی اوکله به ئی وئیل چه داشعردی اوکله به ئی چه کهانت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل