كَمَا أَنْزَلْنَا عَلَى الْمُقْتَسِمِينَ
لکه څنگه چه مونږعذاب نازل کړو په تقسیم کووکوباندی -
په دی آیت کښی دتخویف دنیوی یومثال دی چه په مکی ولاو کښی وو او معنیٰ د آیت داده چه ویره درکوم دعذاب چه په شانته دهغی عذاب به وی چه نازل کړی وو مونږپه مقتسمین باندی - په دی غوره قول دادی چه دا شپاړلس کسان وو او ولید بن مغیره مقررکړی وو په وخت دموسم حج کښی اوتقسیم کړی وی دوئ لاری دمکی اوخلق ئی منع کول د نبی ﷺ نه نو اللّه تعالٰی په دوی عذاب راولیږو - اومقتسمین ورته ځکه وائی چه دوی تقسیم کړی وی لاری دمکی یاداچه دوی قسمونه کړی وو -