الحجر ۸۸

لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ

اومه اوږده وه سترگی خپلی طرف دهغه مالونوته چه مونږپری مزی ورکړی دی مختلفو قسموکافرانوته ددوی نه اومه خفه کیږه په دوئ باندی اوکوز کړه وزر خپل مؤمنانوته -

په دی آیت کښی ذکرد دریو آدابو دی دپاره دمبلغ - اول داچه ددنیا سامانونوته اودنیاپرستو خلقوته مه پسخیږه (أَزْوَاجًا) هغه مالدارو خلقوته وئیل کیږی چه دیوبل سره مشابه وی په مالدارئ کښی اودارنگ په سورة طٰهٰ (۱۳۱) کښی دی - اوبل ادب دادی که چیری دامشرکان دنیا پرست ایمان نه راوړی نو په دوئ باندی مه خفه کیږه اومراد ددی نه داسی حزن اوخفگان دی چه مشغوله کوی انسان لره ددعوت اوتبلیغ نه - اوبل ادب دادی چه ایمان والوسره نرمی اوشفقت کوه اوځان ته ئی رانزدی کوه لکه څنگه چه مرغئ وزری اوغړوی اوخپل بچی د وزرو لاندی پټ کړی اوداسی په سورة شعراء (۲۱۵) کښی هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل