الحجر ۸۷

وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ

اویقیناً درکړی دی مونږتاته اُوه آیاتونه چه بیا بیا لوستلی کیږی اوقرآن لوی شان والا -

دا علت دی دفاصفح دپاره اودا رنگ دروستو (لاتمدن) دپاره - یعنی دقرآن والودپاره لازم ده چه دمشرکینونه براءة اوکړی (سَبْعًا مِنَ الْمَثَانِي) په دی کښی غوره قول دادی چه مراد ددی نه سورة فاتحه ده ځکه چه داپه حدیث صحیح او مرفوع دبخاری دابوسعید بن المعلٰی کښی راغلی دی اومثانی ورته ځکه وائی چه سورة فاتحه په هررکعت کښی دټولو مونځونونه بیا بیا لوستل کیږی (وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ) ددی نه مراد هم سورة فاتحه ده اوداهم په صحیح حدیث کښی راغلی دی ځکه چه داسورة مشتمل دی په لویومضامینودقرآن پاک باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل