الحجر ۵۲

إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ إِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُونَ

کله چه داخل شول هغه ته پس دوی اوئیل سلام دی وی اوئیل هغه یقیناً مونږ ستاسو نه ویریدونکی یو -

په دی آیت کښی اختصار کړی شوی دی ځکه جواب دسلام دلته نه دی ذکر کړی هان ذکرکړی شوی دی په سورة هود (۶۹) کښی اوسورة ذاریات آیت (۲۵) کښی، دارنگ په دی کښی نه دی ذکرکړی دابراهیم علیه السلام طعام لره دهغوی نه خوړل چه هغه سبب دخوف وو اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه انبیاء‌ په غیب باندی نه پوهیږی ځکه چه مقصد په دی کښی بشارت دی اوهغه ئی ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل