وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ
اوخبرکړه دوئ د میلمنو د ابراهیم علیه السلام نه -
ددی آیت نه تر آخر دسورة پوری دریم باب دی په دی کښی اول قصه د میلمنو دابراهیم علیه السلام ده چه تمهید دی دپاره دواقعی دلوط علیه السلام بیا ذکردی دنزول د عذاب الٰهی په دریو قومونو تیرشوو باندی، چه قوم دلوط علیه السلام او قوم د صالح علیه السلام او قوم د شعیب علیه السلام وو - اودا دری ئی ځکه خاص کړه چه قوم د لوط اود شعیب علیه السلام دحجاز په لار کښی واقع وو او قوم دصالح علیه السلام هم دوی ته نزدی وو اوبیا ذکرکړی دی عذاب د مقتسیمنو په (۹۰) آیت کښی، او عذاب دمستهزئینو په (۹۵) کښی ، اوبیا ذکرکړی ده تسلی د نبی ﷺ او تشجیع په تبلیغ باندی په بیان دلس آدابو سره - او اختتام دسورة په دعوت دتوحید سره دی ددی آیت (۵۱) نه تر آیت شپیته پوری واقعه د میلمنو دابراهیم علیه السلام ده ددی ربط ماقبل سره دادی چه په واقعه دابراهیم علیه السلام او راتلونکو قصوکښی بشارت دی مؤمنانوته د اهلاک د مجرمانو او تخویف دی مجرمانوته نواول د (۴۹) سره او دوهم د (۵۰) سره متعلق شول - اوددی قصی په تقدیم کښی یو حکمت دادی چه دغه میلمانه ملائک بیا راغلی وو دقوم دلوط دهلاکت دپار ه- اودوهم حکمت دادی چه په اهلاک دقوم دلوط علیه السلام سره ابراهیم علیه السلام ته څه خفگان رسیدلو نودهغی دزائل کولو دپاره ملائک اول هغه له راغلل اوبشارت ئی ورکړو - اوپه دی آیت کښی ضیف (میلمنو) اطلاق په ملائکو باندی ددی وجی نه شوی دی چه ابراهیم علیه السلام په هغوی باندی گمان کړی وو د میلمنو -