فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ
نو سجده اوکړه ملائکو ټولوپه جمع سره -
تفصیل دسجدی اود استثناء ابلیس مخکښی سورة بقره او سورة اعراف کښی تیرشوی دی -
فائده: دسورة بقری دترتیب نه معلومیږی چه امردسجدی ملائکوته پس دپیدایش دآدم علیه السلام اود استخلاف دهغه نه وو اوددی سورة دآیتونو نه معلومیږی چه حکم دسجدی ملائکوته دآدم علیه السلام نه مخکښی وو داپه ظاهرکښی تعارض دی - نوغوره جواب ددی دادی چه دپیدایش د آدم علیه السلام نه مخکښی امرتعلیقاً کړی شوی وواوهرکله چه پیداشو او خلیفه شو نوملائکو ته امردسجدی تنجیزاً اوکړی شو نوحاصل دادی چه په دی سورة کښی دآیت (۲۹) او (۳۰) په مینځ کښی کلام محذوف دی اوهغه دادی چه آدم علیه السلام پیدا کړی شو اوخلیفه اوگرځولی شو اوتعلیم د آسماؤ ورته اوکړی شو نوامراوکړی شو ملائکوته چه اُسجُدُوْا لِآدَمَ -