إبراهيم ۱۹

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ إِنْ يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ

آیا نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی پیداکړی دی آسمانونه او ځمکه دپاره دحق (ښکاره کولو) که اوغواړی نوفنابه کړی تاسو اورابه ولی نوی خلق -

ددی آیت نه دریم باب دی تر (۲۳) آیت پوری اوداهم شروع دی په لفظ د الم سره په دی باب کښی عقلی دلیلونه دی مختصرپه (۲۰،۱۹) کښی بیاتذکیردی په واقعاتواخروی سره چه هغه برائة د معبودان باطله اودشیطان دی دخپل عبادت کوونکونه په (۲۲،۲۱) کښی اوبشارت دی په (۲۳) کښی - په آیت (۲۰،۱۹) کښی بیان دی دخالقیت د اللّه تعالٰی اودقدرت کامله دهغه ربط‌ ددی دمخکښی سره دادی لکه چه په مثال سره معلومه شوه چه اعمال دشرک برباد دی نودارنگ په عقلی دلیل سره هم ددی بربادی معلومه ده او (بِالْحَقِّ) نه مراد ښکاره کول دتوحید د اللّه تعالٰی دی نومعلومه شوه چه حکمت د خلق د اللّه تعالٰی ذات د نبی ﷺ نه دی لکه څنگه چه نقل شوی دی حدیث دلولاک کښی ځکه چه دغه حدیث په نیزدمحدثینو موضوعی دی اوددی آیت نه هم خلاف دی اوپه اخردآیت کښی ذکردقدرت د اللّه تعالٰی دی اوتخویف هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل