إبراهيم ۱۸

مَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ لَا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَى شَيْءٍ ذَلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ

مثال دهغه کسانوچه کفرئی کړی دی په رب خپل باندی ددوئ عملونه په شان دایری دی چه سخته اوچلیږی په هغه باندی سیلئ‌ په داسی ورځ کښی چه تیزی سیلئ‌ والاوی څه وس به ئی نه رسی دکړی عملونونه په هیڅ ثواب باندی داخوگمراهی ډیره لری ده (دحدنه) -

هرکله چه تیرشوی آیت کښی ذکرشوعذاب دکافرانو اواعتراض اوکړی شو چه دهغوی نیک اعمال شته دی نودی آیت کښی اشاره ده جواب ته په مثال ذکرکولوسره دپاره دبربادئ‌ دهغه عملونوحاصل دمثال دادی - لکه څنگه چه ډیرئ دایری باندی تیزه سیلئ‌ راشی اوټوله ورځ داسیلئ اوچلیږی نوداایره والوځی اوهیڅ پاتی نه شی نودارنگ اعمال دمشرکانو چه په هغی سخت حساب اوکړی شی په ورځ دحساب کښی نوهغه عملونه به بیکاره معلوم شی دوجی دکفراوشرک کولونه اومثال ئی د (كَرَمَادٍ) سره په دی وجه ذکرکړو چه درَمَاد نه هیڅ فائده نه اخستلی کیږی نودارنگ عملونه دمشرک بی فائدی دی - اودارنگ ( رَمَاد) پیدا کیږی پس سوځیدلو دلرگونه نودعملونودکولو نه به روستواوسزیږی نومراد د أَعْمَالُهُمْ نه هغه عملونه دی چه په ظاهرکښی نیک وو (لَا يَقْدِرُونَ) ضمیر راجع دی کافرانوته یا راجع دی اصحاب الرماد ته لیکن اول قول غوره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل