وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى بَلْ لِلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا تُصِيبُهُمْ بِمَا صَنَعُوا قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ
اوکه چیری وی قرآن چه بوتلی شوی په هغه سره غرونه یاقطع کیدی شی په هغه باندی ځمکه یاخبری کیدی شی په سبب دهغی دمړوسره بلکه خاص اللّه تعالٰی لره ټول اختیاردی آیا پس نه پوهیږی ایمان والا که چیری غوښتلی اللّه تعالٰی خامخا په هدایت به ئی روان کړی وی ټول خلق اوهمیشه وی کافران خلق چه ور رسی دوئ ته په وجه دهغه کارونوچه دوئ کوی آفت یابه راشی (افت) نزدی ددوئ ملک ته تر هغه پوری چه راشی وعده د اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی خلاف نه کوی دوعدی خپلی نه -
په دی آیت کښی جواب دی دمطالبی ددوی آیاتونولره یعنی دوی مطالبه کوله چه داقرآن به حق وی هغه وخت کښی چه ددی په وجه دمکی غرونه لری کړی یاځمکه سورئ کړی اوچینی تری اوباسی یامړی را ژوندی کړی چه هغوی مونږسره خبری اوکړی - حاصل دجواب دادی که داکارونه اوکړی شی نوهم دوی ایمان نه راوړی (وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا) مراد ددی نه لوستلی شوی کتاب دی په طریقه دعموم سره اوجزا د لَوْ حذف ده هغه داده لکان هذا القرآن نو معنیٰ دا شوه که په یولوستلی شی کتاب سره دا کارونه کیدی شوی نوخامخا هغه کتاب به دا قرآن وی لیکن دا کارونه په کتاب سره نه کیږی بلکه د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی - اودوهمه معنیٰ داده چه قرآناً نه مراد دا قرآن دی یعنی نکره په معنیٰ دمعرفی ده اوجزا حذف ده چه لَمَا آمنو دی نو معنیٰ داشوه که په دی قرآن سره دا کارونه اوکړی شی بیا هم دا خلق ایمان نه راوړی ځکه چه اختیار دایمان ددوی د اللّه تعالٰی سره دی (أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ) خازن وئیلی دی چه مراد دادی چه ځمکه اوچولی شی اونهرونه او چینی ترینه را اوځی لکه په سورة بنی اسرائیل (۹۱) کښی دی - اوبعضو مفسرینو وئیلی دی چه په سیرت به الجبال کښی معجزی د داؤد علیه السلام ته اشاره ده او قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ کښی مسافت طئ کول په لږوخت کښی په شان دتخت د سلیمان علیه السلام ته اشاره ده - (أَفَلَمْ يَيْأَسِ، اِلٰی اخره) دا جواب دسوال دمؤمنانودی یعنی مؤمنان غواړی چه دا معجزات دی نبی ﷺ ته ورکړی شی نوټول خلق به مؤمنان شی نوجواب اوکړی شو چه آیا دا مؤمنان دومره هم نه پوهیږی چه هدایت خو په مشیت د اللّه تعالٰی سره دی (أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُو) لیث او ابوعبید او قطرب وئیلی دی چه دا په معنیٰ دعلم سره دی اوکسائی ددی نه انکار کړی دی اووئیلی دی چه دا په معنیٰ د ناامیدئ سره دی یعنی آیا نه دی نا اُمیده شوی مؤمنان د ایمان دکافرانو نه وَیعلمواعلماً یقینا ان لویشاء اللّه اه لیکن د کسائ نه موندل د دلیل دعدم وجود نه دی (وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا) په دی کښی تسلی ده مؤمنانوته اوتخویف دعذاب دی کافرانوته (أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ) دا صیغه دمؤنث ده اوضمیرراجع دی قارعة ته نو معنیٰ داشوه چه قارعه که په دوی باندی رانشی نونازل به شی نزدی ددوی ملک ته په دی کښی اشاره ده چه عذاب ددنیا کله په منکرقوم باندی راځی اوکله ددوی نزدی په نورو مستحقینو دا عذاب نازل شی دپاره دعبرت ددوی - اودوهمه معنیٰ داده چه تَحُلُّ صیغه دمخاطب ده خطاب دی نبی ﷺ ته معنیٰ داده چه نازل شی په طریقه دغلبی ددوی ملک ته نزدی لکه چه رسول اللّٰه ﷺ دمکی سره نزدی په نوروکلوباندی غلبه حاصل کړه (حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ) مراددی نه فتح دمکی ده یاورځ دقیامت ده -