كَذَلِكَ أَرْسَلْنَاكَ فِي أُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهَا أُمَمٌ لِتَتْلُوَ عَلَيْهِمُ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَنِ قُلْ هُوَ رَبِّي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ
دغه شان لیږلی ئی مونږ ته په داسی امت کښی یقیناً چه تیرشوی دی مخکښی دده نه امتونه دپاره ددی چه بیان کړئ په دوی باندی هغه کتاب چه وحی کړی ده مونږتاته اودوی انکارکوی درحمٰن دبندگئ نه اوایه هغه رب ځما دی نیشته حقدار دبندگئ سیوا دهغه نه خاص په هغه باندی توکل کړی دی ما اوخاص هغه ته ورگرځیدل دی -
په دی آیت کښی اثبات د رسالت درسول دی سره دحکمت دارسال نه اوذکرددعوی دتوحیدده چه هغه خلاصه دوحی ده - او دیته دلیل وحی هم وائی (وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَنِ) مراد ددی نه انکاردی دتوحید د اللّه تعالٰی نه په رحمانیت کښی یعنی رحمان صفت د اللّه تعالٰی منی لیکن تخصیص ئی په هغه پوری نه منی ددی وجی نه دوی په مسیلمة الکذاب ته رحمان الیمامه وئیلو یامراد دیکفرون شرک دی (قُلْ هُوَ رَبِّي) دا بیان دی د الَّذِي أَوْحَيْنَا یعنی خلاصه دوحی توحید دربوبیت اود الوهیت دی اودا څلورجملی دتوحید دی -
فائده: (كَذَلِكَ أَرْسَلْنَاكَ) دلته مشبه ذکرنه ده نومعلومه شوه چه کاف په معنیٰ دلام اجلیه دی یعنی هرکله چه اطمینان د زړونو دپاره ذکراللّه (وحی) ده نومونږته دوحی دبیانولودپاره راولیږلی - (قَدْ خَلَتْ) دلالت کوی چه دامت اخرالامم دی لکه چه نبی ددوی هم خاتم الانبیاء دی ﷺ -