الرعد ۱۶

قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ خَلَقُوا كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ

ته اوایه څوک دی رب دآسمانونو اود ځمکی اوایه اللّه تعالٰی دی اوایه ایا نیولی دی تاسوسیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران چه واک نه لری ځان دپاره دهیڅ فائدی اونه دهیڅ نقصان اوایه آیابرابردی ړوند او لیدونکی اوآیا برابر دی تیاری اورنړا آیا مقررکړی دی دوئ اللّه تعالٰی لره برخی والا (په بندگی کښی) پیدائش کړی دی هغوئ‌ په شان دپیدائش د اللّه تعالٰی پس گډوډ شوی دی پیدائش په دوی باندی اوایه ته اللّه تعالٰی پیداکوونکی دهرڅه دی اوهغه یودی زورور دی -

په دی کښی دلیل عقلی اعترافی لسم دی اوبیازجردی مشرکینوته اورد دی په شرک فی التصرف باندی بیادوه مثالونه دی اول مثال دمؤحد اومشرک دی په الاعمیٰ اوبصیرسره اودوهم مثال دشرک او دتوحید دی په الظلمٰت والنور سره بیا زجردی مشرکینوته چه خالق دهرڅیزیو اللّه دی اوپه خلق کښی دهغه سره څوک شریک نیشته نوولی دهغه سره په بندگئ‌ کښی څوک شریک جوړوئ (قُلِ اللَّهُ) هرکله چه مشرکان چپ شول ځکه چه هغوی د اللّه تعالٰی نه سیوا بل رب نه گنړلو- نو نبی ﷺ ته امراوشو چه ته په خپله جواب ذکرکړه (أَفَاتَّخَذْتُمْ) دشرک دربوبیت دتردید نه روستو رد دی په شرک فی التصرف باندی اوداسی په سورة فرقان (۳) کښی دی (أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ) دا زجردی په شرک فی الالوهیت باندی په دلیل دنفی دخالقیت دغیراللّه سره اومدخول د ام خلقودی اواستفهام انکاری دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل