وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ۩ ࣛ
اوخاص اللّه لره سجده کوی څوک چه دی په آسمانونو اوځمکه کښی څوک په رضا اوڅوک په زوره اوسوری ددوی صبائی او بیگائی -
ددی آیت نه دریم باب دی ترآیت (۲۵) پوری - په دی کښی دلیل عقلی نهم په آیت (۱۵) کښی دی سره دزجرنه په شرک فی التصرف سره، اودوه مثالونه دی - اوبیا دلیل عقلی یوولسم دی سره ددوه مثالونه په (۱۷) کښی - بیاتقابل په مینځ دمؤحدینواومشرکینودی په تخویف اوبشارت سره اوپه ذکردصفاتومؤحدینولس سره دبشارت نه دآیت (۱۸) نه تر (۲۴) پوری اوذکرددریوصفاتود مشرکینو اوتخویف (۲۵) کښی، په دی آیت (۱۵) کښی دلیل عقلی دی نهم په ذکردسجود دتمام عالم سره - اومراد سجود نه انقیاد دی امرتشریعی اوتکوینی ته نومؤمنان انقیاد کوی دواړه قسمه طوعاً، اومشرکان انقیاد تکوینی کوی کرهاً، یامراد دسجود نه سجده حقیقیه ده اومن فی السمٰوات ملائک دی اومراد دمن فی الارض نه مؤمنان دی اوپه کرهاً سره مراد دی بعد د استدلال نه یعنی په دلیل سره مجبور شوی دی، نوسجده اللّه تعالٰی لره خاص کوی - یامراد طوعاً او کرهاً نه حالت دخوشحالئ او حالت دخفگان دی یعنی دوی په دواړه حالاتوکښی اللّه تعالٰی ته سجده کوی (بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ) په بعضوملکونوکښی دزوال په وخت کښی سوری نه وی ځکه دهغی ذکراونه شو یاغدو مخکښی دزوال نه اواصل روستودزوال نه وی -