الرعد ۱۳

وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَنْ يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ

او تسبیح وائی رعد سره د ستائینی د هغه نه او نور ملائک د وجی د ویری د اللّه تعالٰی نه او رالیږی تندرونه پس رسوی هغه چاته چه اوغواړی او دوی جگړه کوی په توحید د اللّه تعالٰی کښی او هغه سخت نیوونکی دی -

په دی آیت کښی دلیل نقلی دی د ملائکو نه په توحید د اللّه تعالٰی ځکه چه تسبیح او حمد کلمات دتوحید دی اوورسره تخویف دنیوی هم دی (الرَّعْدُ) داملک دی چه مقرر دی په وریځو اوحمد لولی هروخت کښی اوخاص په وخت دباران وریدلوکښی - اوبل قول دادی چه رعد آواز دوریځوته وائی (یعنی گړزیدل) اونسبت دتسبیح هغی ته په طریقه دحال سره دی، نه چه په طریقه دقال سره (وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ) یاواوحالیه دی یعنی صاعقه په دوی باندی راځی په وخت دجدال کولوکښی یا واو استینافیه دی دپاره دزجردمشرکینو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل