هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه ښائی تاسوته برښنا د ویری او دطمعی دپاره اوپیداکوی وریخی درنی -
په دی آیت کښی هم دلیل عقلی دی په تصرفاتو د اللّه تعالٰی سره (خَوْفًا وَطَمَعًا) یعنی دبرق نه ویره دتندروی اوطمع دباران هم - دباران نه ویره دبعضو خلقو چه چاته پکښی نقصان وی اودبعضودپاره طمع دفائدو (الثِّقَالَ) هغه وریځی چه باران سره درنی وی -