فَلَمَّا أَنْ جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
پس هرکله چه راغی زیری ورکؤونکی واچؤوقمیص په مخ دهغه باندی نوبیائی سترگی روښانه شوی اوئیل پلارآیا نه ؤو وئیلی ماتاسوته چه یقیناً زه پوهه یم د اللّه تعالٰی دطرف نه په هغه څه چه تاسوپری نه پوهیږئ -
مراد دبشیرنه هغه کس دی چه مخکښی ئی قمیص دیوسف علیه السلام ککړدوینو راوړی وؤ (فَارْتَدَّ بَصِيرًا) معنیٰ داده چه سترگونه ئی هغه بیماری لری شوه اونظرئی په ځای شو (أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ) کښی اشاره ده هغه جملی ته چه په آیت (۸۶) شپږاتیایم کښی تیره شوی ده -