قَالُوا تَاللَّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلَالِكَ الْقَدِيمِ
اوئیل دوی قسم په اللّه تعالٰی یقیناً ته خامخا مینه په زړه کښی ئی -
(قَالُوا) کښی هغه کسان مراد دی چه دیعقوب علیه السلام رشته داران اونمسی ووځکه چه ځامن ئی غائب وو او (ضَلَالِكَ) ضلال په دی آیت کښی په معنیٰ دمحبت دی اونه دی په معنیٰ دگمراهئ ځکه چه نسبت دگمراهئ کول پیغمبرته کفروی -