هود ۸۵

وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ

اوای قومه ځما پوره کوئ‌ پیمانه اوتله په انصاف سره اومه کموئ دخلقو نه مالونه دهغوئ اومه گرځئ په ځمکه کښی ورانی کوونکی -

په دی آیت کښی دری حکمونه دی - اول امرپه پوره کولو دپیمانه اودتول په انصاف سره اوداحکم بالقسط د لاتنقصوانه روستوی ددی دپاره راوړو چه انسان مکلف نه دی په زیاتی ورکولو ورسره بله وجه ددی داده چه په لاتنقصوا کښی نهی ده ددوی د قبیح عمل نه صراحةً نوپه دی کښی امربالمعروف دی په باره دکیل اوزون کښی - دوهم حکم په دی کښی نهی د بخس نه ده اومراد ددی نه هرقسم نقصان کول دی په مالونوکښی په غلا اوغصب اوپه ناجائزو حیلوسره - اودریم حکم منع ده دفسادنه - اومراد دفساد نه منع کول دخلقودی دتابعدارئ دشعیب علیه السلام نه اوپه آیت کښی اشاره ده چه نقصان په پیمانه او تول کښی فساد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل